امریکايي پولیسو د راروانو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د برید په تړاو يو افغان نيولی

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو کمپاینونو له بهیره یو انځور

د امریکا عدلیې وزارت وايي، پولیسو هغه افغان نیولی چې غوښتل يې د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې د راروانو ټاکنو په ورځ برید وکړي.

د عدلیې وزارت پرون د اکټوبر اتمه ویلي، ۲۷کلن نصیر احمد توحیدي د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې یا ایف‌بي‌آی پولیسو سره په بیان کې منلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه يې الهام اخیستی او د دغې ډلې په ملاتړ يې د ټاکنو په ورځ پلان درلود چې په اوکلاهوما ښار کې په ګڼه ګوڼه کې خلک په نښه کړي.

د پولیسو په خبره، توحیدي يې وروسته له هغه ونیوه چې اوتومات وسلې يې اخیستې وې او افغانستان ته يې د خپلو ماشومانو او مېرمنې د سفر لپاره یو اړخیز ټکټونه کړي وو.

که څه هم د عدلیې وزارت امریکا ته د دغې افغان د ور تګ په اړه جزییات خپاره کړي نه‌دي، خو د راپورونو پر بنسټ توحیدي په ۲۰۲۱م کال کې د کډوالو په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و.

دا ویزه د امریکا له‌خوا هغوو افغانانو ته ور کول کېږي چې په افغانستان کې يې د امریکا لپاره کار کړی وي.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکې نومبر میاشت کې ترسره شي.