د هنګري صدراعظم: اوکراين له روسيې جګړه نه‌شي ګټلی

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان وایي، اوکراین نه‌شي کولای چې له روسیې جګړه وګټي.

نوموړی چې د لوېدیځ له‌خوا اکثراً د روسیې په ملاتړ دریځ تورن شوی، یوځل بیا د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر خبرو ټینګار وکړ.

اوربان چې ټاکل شوې هېواد یې د راروان ۲۰۲۵م کال د جنوري له میاشتې د شپږو میاشتو په مخه د اروپایي ټولنې دوره‌يي مشري ترلاسه کړي، دغه څرګندونې پرون سه‌شنبې په اروپایي پارلمان کې په یوه خبرې غونډه کې وکړې چې د هنګري د یوې مخالفې څېرې له‌خوا هم هغه مختل شوې.

ښاغلي اوربان وویل، دوی نه‌غواړي چې د هرڅه مخه ونیسي، خو یوازې غواړي اروپایي مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې د اوکراین اړوند خپله اوسنۍ ستراتیژي بدله کړي، ځکه د ده په خبره هغه کار نه ورکوي.

د اوربان په خبره کله چې یوه جګړه نه‌شئ ګټلئ، نو باید خبرې وکړئ او یو اوربند ترلاسه کړئ.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په‌دې وروستیو کې د روسیې په وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره د خپل پلان د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د امریکا په ګډون له خپلو لوېدیځو متحدینو غوښتي چې د روسیې د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره لازم پوځي وسایل او وسلې ورکړي.