د بخښنې نړيوال سازمان پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز د بشري حقونو ازادیو ته سپکاوی بللی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې پرغورځنګ یا پي‌ټي‌ایم د پاکستان د حکومت له لوري بندیز، اساسي حقوقو او د سازمانونو او سوله‌ییزو غونډو ازادیو ته سپکاوی بللی دی.

دې سازمان پرون سه‌شنبې په خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ منع اعلانول او د تروریزم ضد قوانینو څخه په استفادې په‌دې هېواد کې د لږکیو اړوند سوله‌ییزو فعالانو او معترضینو په نښه کول، د ټولنو او سوله‌ییزو غونډو ازادیو او حقوقو ته سپکاوی دی.

د پاکستان حکومت د تېرې یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غیرقانوني سازمان په توګه اعلان کړ او فعالیت یې منع کړ.

دغه اقدام داسې مهال شوی چې دغه غورځنګ د غیرقانوني نیونو، د پښتنو د جبري ورکېدو او په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د نورو ستونزو پر وړاندې د یوې لویې جرګې د جوړېدو لپاره تیاری نیولی.