د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب پرون سهشنبه وویل چې هغه دوه چینایي اتباع چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ کې نړیوال هوايي ډګر ته نژدې په یوه چاودنه کې ووژل شول، د برښنا د یوې فابریکې انجینران وو.
د رویترز خبري اژانس د راپور لهمخې، نوموړي په یوه ویډیویي بیان کې چې د محلي تلوېزیوني خبري چینلونو لهخوا خپور شوی، ویلي چې له دغو چینایي انجینرانو سره چې دوی د تعرفې پر بیا کتنې خبرې کولې، د آیپيپي IPP یا د خپلواکه برښنا تولیدونکو په توګه یې کار کاوه.
په اسلاماباد کې د چین سفارت وویل، هوایي ډګر ته نژدې په برید کې چې مسوولیت یې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې با بيایلاې BLA اخیستی، Port Qasim Electric Power Company د کمپنۍ د موټرو یو کاروان په نښه شوی و.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې، پهدې چاودنه کې شاوخوا دېرش تنه ټپیان شوي دي.
په اسلاماباد کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، وروستی برید امنیتي ناکامي وه او په کراچۍ کې د چینایانو د امنیت لپاره ګومارل شوي ټول لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي دي.
دا په پاکستان کې پر چینايي اتباعو د مارچ د میاشتې له ځانمرګي برید وروسته تر ټولو خونړی برید دی.
په هغه برید کې پنځه چینایي انجینران چې د اوبو د برښنا په پروژه کې یې کار کاوه ووژل شول چې له امله یې پېکېنګ له اسلاماباد څخه وغوښتل چې د چینایي وګړو لپاره امنیتي تدابیرسخت کړي.