د فرانسې حکومت د اسامه بن‌لادن زوی ته له دې هېواده د وتلو امر کړی

د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن

فرانسوي چارواکو د سه‌شنبې په ورځ د تلې یا میزان ۱۷مه اعلان وکړ چې د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن ته یې امر کړی چې له فرانسې ووځي.

فرانس پرېس خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دغه اقدام یې په ټولنیزو شبکو کې د عمر له څرګندونو وروسته کړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو ریتالو په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټويټر کې لیکلي، عمر بن لادن په ۲۰۲۳م کال کې په خپلو ټولنیزو شبکو کې داسې څرګندونې خپرې کړې وې چې د ترهګرۍ ملاتړ یې په ډاګه کړی و.

د ریتالو په وینا، محکمو د فرانسې د حکومت د دې پرېکړې مشروعیت د هېواد د ملي امنیت له ګټو سره سم تایید کړی دی.

۴۳ کلن عمر بن لادن په سعودي عربستان کې زېږېدلی، خو هغه په سوډان او افغانستان کې هم ژوند کړی دی.

هغه په ۱۹ کلنۍ کې خپل پلار پرېښود او بلاخره په ۲۰۱۶م کې د فرانسې په شمال کې د نورمانډي په ښار کې مېشت شو او انځورګري یې پیل کړه.