پاکستاني چارواکو د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ بهر ته له سفره راګرځولې

د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ

پاکستاني چارواکو د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ بهر ته له سفره راګرځولې ده.

ماهرنګ بلوڅ پرون ناوخته پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د امریکا نیویارک ښار ته په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه روانه وه چې د کراچۍ له هوايي ډګره راوګرځول شوه.

اغلې بلوڅ ویلي، چارواکو ترې پاسپورټ اخیستې او غواړي چې په دې اقداماتو سره د "بلوڅانو غږ خاموشه" کړي.

د کراچۍ په هوايي ډګر کې پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، د ماهرنګ بلوڅ او یو شمېر نورو بلوڅ فعالانو نومونه په هغې لېست کې شامل دي چې د سفر بندیز پرې لګېدلی دی.

ماهرنګ بلوڅ په دې وروستیو کې د امریکا په ټامیز مجله کې د نړۍ د سلو اغېزمنو کسانو په نوملړ کې شامله شوې وه.

اغلې بلوڅ په بلوچستان کې د جبري بې درکیو پر ضد د غږ پورته کولو یو سمبول ګرځېدلې او د بلوڅانو ډېر لاریونونه د هغې تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي.