بلوچ: د طالبانو حکومت دې ترهګرې ډلې وځپي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

پاکستان یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی، د هغو ترهګرو ډلو ګواښونو ته ‌دې پام وکړي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته خطر پېښوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن د اکټوبر اتمه په یوې خبرې ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بامیانو او کابل په بریدونو کې ښکېلې ډلې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې روزل شوې وې.

هغې زیاته کړې، که څه هم طالبان هڅې کوي چې دا ترهګرې ډلې وځپي، خو په خبره يې دغو ډلو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او د سیمې د امنیت لپاره ګواښ جوړوي.

مېرمن بلوچ زیاته کړه: "طالبان د دې پر ځای چې نور ملامته کړي، ښه دا ده چې د دې ډلو ځپل پیل کړي."

که څه هم طالبانو د دې پاکستانۍ چارواکې تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له‌دې وړاندې يې په ځلونو د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړي او په پاکستان کې ناامني يې د دې هېواد داخلي مسئله بللې ده.