اسراييلو د حزب‌الله د يو جګپوړي مشر سهيل حسين حسيني د وژنې خبر ورکړی

په لبنان کې د حزب‌الله پر وړاندې د اسراییلو د عملیاتو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه

د اسرايیلو پوځ وايي، د لبنان د حزب‌الله ډلې یو جګپوړی مشر سهيل حسین حسیني یې په پلازمېنه بیروت کې په یوه برید کې وژلی دی.

د اسرايیلو پوځ د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، حسیني وژل شوی، خو په‌دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

په ځینو راپورونو کې راغلي چې سهیل حسین حسیني له ایرانه حزب‌الله ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو د انتقال مسوول و.

حزب‌الله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د سویل لویه برخه کنټرولوي.

امریکا، حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د حزب‌الله پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

ایران نن اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد دې برید نه‌کوي.

تهران یوه اوونۍ وړاندې پر اسرايیلو لسګونه توغندي وتوغول.