امريکا اسراييلو ته: د بيروت هوايي ډګر ته غځېدلي سړکونه مه په نښه کوئ

د اسراییلو بریدونو له کبله د لبنان د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

متحده‌ایالاتو اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د لبنان د پلازمېنې بیروت هوایي ډګر یا هغه سړکونه په نښه نه‌کړي چې دغه میدان ته ورځي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، دا ګواښ داسې وخت ورکړل شوی چې د اسراییلو پوځ د بیروت په جنوبي څنډه کې د حزب‌الله پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

حزب‌الله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب لویه برخه کنټرولوي.

امریکا، حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د حزب‌الله پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا مهمه ده چې نه یوازې د بیروت هوايي ډګر خلاص وي، بلکې هغه سړکونه هم خلاص وي چې له بیروته د راوتلو په وخت امریکایانو او د نورو هېوادونو اتباعو ته خنډ پېښ نه‌شي.

یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسرايیلو هوایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بیروت ښار په جنوبي څنډه کې د دغه ښار هوایي ډګر ته څېرمه برید وکړ.