کانتاس هوايي شرکت د یوه فلم د بربنډو شېبو له نندارې بخښنه غوښتې

د کانتاس هوايي شرکت یوه الوتکه

د اسټرالیا اړوند کانتاس هوايي شرکت په یوه پرواز کې د هغه فلم له نندارې بخښنه وغوښته چې ګڼې بربنډې شېبې لري.
کانتاس شرکت پرون په یوه بیان کې ویلي چې د یوې تخنیکې ستونزې له کبله دا پېښه شوې.

له سیډني تر جاپانه د کانتاس شرکت په دغه پرواز کې شاوخوا ۴۰ دقیقې د مسافرو مخ ته په وړو تلوېزیونو کې د ډاډیو Daddio فلم نندارې ته وړاندې شوی و او هیچا نه شو بدلولی، ځکه دا واړه سکرینونه لاک یا قفل شوي وو.

دا فلم په امریکا کې د بربنډو صحنو او جنسي اړیکو په خاطر تر ۱۷ کلنو کشرانو او په استرالیا کې تر ۱۵ کلنو کشرانو ته له ښودلو منع دی.