چارواکي: له هلمند سیند څخه ۳۰۰ میلیون مکعب متره اوبه ایران ته بهېدلي

د هلمند سیند یوه څنډه

د ایران د اوبو د ادارې یوه ویاند د خپل هېواد "د اوبو ډیپلوماسي" بریالۍ وبلله او ویې ویل چې د اوبو په وروستي موسم کې، چې د میزان له پیل او د سنبلې تر پایه و، له هلمند سیند څخه ۳۰۰ میلیون مکعب متره اوبه ایران ته بهېدلي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، فیروز قاسمزاده وویل، د دې اندازې اوبو رسېدو د اوبو په برخه کې دوی ډاډه کړي دي.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د مارچ او اپریل په وروستیو کې په سیمه او افغانستان کې پرېمانه بارانونه سبب شول چې ایران ته کافي اوبه ورسېږي."

قاسمزاده زیاته کړه چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالۍ د اوبو ډنډونه ډک شوي دي.

سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۴ لسیزو کې تر ټولو ډېر بارانونه واورېدل چې له کبله یې په ډېرو سیمو کې سېلابونه وبهېدل او د سرومال تاوانونه یې واړول.