یوناما: د هرات د تېر کال زلزله ځپلې کورنۍ لا هم مرستو ته اړتیا لري

د هرات د تېر کال د زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، په هرات کې له زلزلې یو کال وروسته لا هم په دغه ولایت کې ګڼې زیانمنې شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.

یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ملګرو ملتونو او ملګرو یې له پېښې وروسته له سلګونو زرو کسانو سره مرستې کړې دي.

دغه دفتر زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.

تر دې مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلي وو، په هرات کې د وروستۍ زلزلې یو کال پوره شو او کورنۍ اوس بېرته په خپلو پښو د درېدو په حال کې دی.

یونېسف په دې مناسبت نن په خپله ایکسپاڼه پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې برخه کې پرمختګ نازک دی.

دغې ادارې د ماشومانو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو او ټولنو د پیاوړتیا لپاره د نور ملاتړ غوښتنه کړې چې دوی د بقا لپاره اساسي خدمات او سرچینې ولري.

د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.

زلزله ځپلو ویلي چې د کال له تېرېدو وروسته هم ټولو ته کورونه نه دي ورکړل شوي او ځینې یې اساسي خدمات نه لري.