پاکستان د طالبانو وروستۍ څرګندونې د نه منلو وړ او د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې د نه منلو وړ او د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې دي.

ممتاز زهرا بلوچ نن دوشنبه په اسلام‌اباد کې رسنیو ته په خبرو کې وویل، طالبان دې د یوه ډیموکراتیک هېواد په اړه د خبرو پرځای د خپلو داخلي ستونزو آوارۍ ته پام وکړي او د ښځو او نجونو د تعلیم حق ته دې لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو ترمنځ د وروستي کړکېچ دوام به پر ټوله سیمه منفي اغېز وکړي.

د بلخي په بیان کې دغه راز راغلي، د "خلکو د مشروع غوښتنو" د پوره کولو تر ټولو ښه لاره تفاهم دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دغه بیان یوه ورځ وړاندې په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بیان په ځواب کې دا هم ویلي چې طالبان، د دې پر ځای چې د هغې په ټکو د دین د ناسم تعبیر پر بنسټ د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي، د ښځو او نجونو د زده‌کړې د حق په ګډون دې د افغانانو د غوښتنو او هیلو ځواب ووايي.

زهرا بلوچ زیاته کړې چې د طالبانو حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي او ترهګرو ډلو ته چې د سیمې د هېوادونو امن په جدي ډول ګواښ اجازه ورنه کړي.

هغې دا هم وویل چې طالبان باید پرې نه‌ږدي چې افغانستان یو وار بیا د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل شي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.