د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نن دوشنبه په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، کابل، کاپيسا، بغلان، پنجشېر، پروان، سمنګان، ميدان وردګ، غزني، بامیان، دایکندي، غور، بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان، بادغیس، هرات، فراه، اروزګان، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برښنا او سېلابونو احتمال شته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه د ۱۵ او ۴۵ ملي مترو ترمنځ وي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو خبرداری داسې وخت ورکول کېږي چې د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ سېلابونو لږ تر لږه یو کس مړ او ګڼ نور ټپیان کړل.

په دغې ولسوالۍ کې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.