له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۳۸ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

له ایرانه افغانستان ته ستانه کړل شوي افغان کډوال

له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۳۸ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن دوشنبه خبر ورکړی چې پرون د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په زوره افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM تېره اوونۍ ویلي وو، يوه مياشت کې څه باندې ۲۳۰زره افغانان له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي چې په دې شمېر کې ۴۳ سلنه یې په زوره افغانستان ته اخراج شوي دي.

ایران ویلي چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ تر پایه به دوه میلیونه بې اسناده افغان پناه غوښتونکي له ایرانه وایستل شي.

په همدې حال کې له پاکستانه هم د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی.