د اوکراین د حملې له کبله د اشغال شوې کریمیا د تېلو یوې ډیپو اور اخیستی

په اشغال شوې کریمیا کې د تېلو یوې ډیپو کې اور لګېدلی چې لوګي ترې پورته کېږي.

نن سهار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د حملې له کبله د اشغال شوې کریمیا په فیودوسیا سیمه کې د تېلو یوې ډیپو اور اخیستی دی.

روسي چارواکو په ټیلیګرام کانال کې دا خبر ورکړی دی.

ځایي اوسېدونکو په فیودوسیا کې پر ځايي وخت سهار څلورنیمې بجې د اور تر لګېدو وروسته د څو چاودنو خبر ورکړی دی.

د روسیې له خوا د دې سیمې لپاره ګمارل شویو چارواکو هم په دې ډیپو کې د اور لګېدو خبر تایید کړی، خو د بې پیلوټه الوتکې د حملې په باب یې څه نه دي ویلي.

د کریمیا د مشرۍ لپاره د روسیې له‌خوا ګمارل شوي سلاکار اولیګ کرېچکوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت په ټیلیګرام کې لیکلي چې د دوی د هوايي مدافع دستګاوو نن سهار د اوکراین له‌خوا ۲۱ توغول شوې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

له دې جملې ۱۲ الوتکې پر کریمیا او ۶ پر کورسک سیمې توغول شوې وې.