د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ سلګونو زده‌کوونکو لاریون کړی

ډ پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ د لاریون یو انځور

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه اعلان کړ، څو ساعته وروسته د غورځنګ په ملاتړ سلګونو زده‌کوونکو لاریون کړی دی.

پرون د پېښور پوهنتون، ځینو نورو تعلیمي ادارو او ځینې مدرسو زده‌کوونکو سپین بېرغونه په لاسونو کې اخيستی وو او دا څنګه ازادي ده شعارونه یې ورکول.

دوی وروسته خيبر ميدان ته لاړل.

د کورنیو چارو وزارت پرون په يوه فرمان کې په پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې ناقانونه سازمان وګرځاوه.

په فرمان کې ادعا شوې چې "وفاقي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."

تر دې اعلان وروسته د پي ټی اېم مشر منظور پشتين پرون د اکتوبر پر ۶مه پر خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه د مرکزي حکومت اقدام "سخت ظالمانه" وباله.

نوموړي لیکلي دي چې "تش په نوم وفاقي حکومت" پر پي ټي ایم د بندیز په لګولو له "ټولو حدودو تېر" شوی دی.

بلخوا ناقونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي نن د اکتوبر اوومه رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي په خیبر ضلع کې د پښتون قامي عدالت په موقع به د اکتوبر له نهمې تر ۱۳مې بریدونه نه کوي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پر پي ټي ایم د بندیز غندلی کړې او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي.

یاد کمېسیون پرون د اکتوبر شپږمه په خپله رسمي ایکس‌پاڼه لیکلي چې پي ټي ایم هیڅکله له تشدده کار نه دی اخیستی او د خپلو غوښتنو لپاره په قانوني چوکاټ کې دننه مبارزه کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت داسې مهال دا اقدام کړی دی چې دا غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي عدالت په نوم يوه جرګه د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې وربللې ده.

په عین حال کې پېښور های کورټ د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړې ده.