د کراچۍ هوایي ډګر مخې ته د برید له کبله دوه چینايي وګړي وژل شوي

د کراچۍ هوايي ډګر مخې ته دغه برید تېره شپه شوی دی.

په اسلام‌آباد کې د چین سفارت تایید کړې چې دوه چینایي وګړي د کراچۍ هوایي ډګر مخې ته د تېر شپې په برید کې وژل شوي دي.

دغه سفارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه برید ترهګریز بللی او زیاته کړې ده چې یو چینایی وګړی په کې ټپي شوی هم دی.

دغه سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې دغه حمله وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د پاکستان ځایي پولیسو او چارواکو مخکې تر دې ویلي وو چې پیښه د یوه ټانکر د چاودنې له کبله رامنځته شوې، خو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس جیو تلوېزیون سره د یوې سرچینې د خبرو پر بنسټ ویلي چې دا پر بهرنیو اتباعو یو هدفي برید و.

چارواکو د برید د څرنګوالي ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکو دا ځانمرګی برید بللی او مسوولیت یې اخیستی دی.

دغې ډلې ازادي راډيو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا یې کړې چې هدف یې په سیمه کې د چینایي پانګه‌والو، انجینرانو او پوځ کاروان و.

پاکستان کې مخکې هم پر چینایي کارکوونکو ورته خونړي بریدونه شوي دي.