چارواکي: د ایران په هوايي ډګرونو کې د الوتنې او ناستې چارې بېرته پیل شوې

د تهران د هوايي ډګر یوه څنډه

ایراني چارواکي وایي چې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې د الوتکو د پرواز او ناستې چارې له څو ساعته ځنډېدو وروسته بېرته پیل شوې دي.

پرون ماښام د ایران د هوایي چلند ادارې وویل چې د عملیاتي محدودیت له کبله د شپې له ۹ د سهار تر شپږو بجو د لږ تر لږه دوو لویو هوایي ډګرونو "مهراباد او امام خمیني" پلان شوې الوتنې لغوه شوي دي.

د دغې ادارې ویاند سید جعفر یازرلو که څه هم د دغه محدودیت جزییات نه و ورکړي، خو د راپورونو له مخې داسې انګېرل کېده چې ګواکې ایران د اسراییل د احتمالي برید له وېرې دا کار کړی دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، یازرلو نن دوشنبه ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د هوایي ترافیک چارې بېرته پيل شوي دي.

ایران د تېرې سه شنبې په ورځ پر اسراییلو شاوخوا دوه سوه توغندي وتوغول چې اسراییل یې هم د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.

بل لورته د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې ټولو الوتکو ته سپارښتنه کړې چې د اکټوبر تر وروستۍ نېټې د ایران فضا ته له ننوتو ډډه وکړي.