ایراني چارواکو له دې هېواده د دوه میلیون افغان کډوال پر ایستلو ټینګار وکړ

ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان یوځل بیا د خپل هېواد پر دې پرېکړې ټینګار وکړ چې د ۱۴۰۳ کال تر اخره به دوه میلیون افغان کډوال چې په ایران کې د استوګني قانوني اسناد نه لري، له خپلې خاورې وباسي.

احمد رضا رادان پرون له یوه تلوېزیون سره په مرکه دا خبره هم وکړه چې د کال له پیله تراوسه ایران ۵۰۰زره افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل له خپل هېواده ایستلي دي.

رادان زیاته کړه چې په همدې موده کې دوه نیم لکه افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

رادان د خپل هېواد خلکو ته خبرداری ورکړ، که چېرته هغو بهرنیانو ته کار یا د استوګنی ځای ورکوي چې قانوني اسناد نه لري، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.