د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

اټکل کېږي چې نن او سبا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شي او سېلابونه وبهېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخه به د دغو ورښتونو له امله د هریرود، هلمند، کابل، شمال او امو سیندونو په حوزو کې سېلابونه وبهېږي.

په دې خبرپاڼه کې د دغو سیندیزو حوزو شاوخوا له استوګنو خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هېوادونو څخه یو دی چې د اقلیم د بحران تر ټولو لوړه کچه لري.

همدا تېره تېره اوونۍ د ننګرهار او کونړ ځینې سیمې سختو سېلابونو وځپلې چې له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه ورسېدل.

د دغو سېلابونو له امله څلور کسان مړه او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.