د پاکستان تحریک انصاف د لاریونوالو په منځ کې د ۱۲۰ افغانانو د نیولو ادعا شوې

په پاکستان کې د تحریک انصاف او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب یوه څنډه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا وکړه چې د شنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې د پاکستان د تحریک انصاف (پي‌ټي‌آی) د لاریون کوونکو په منځ کې د خیبر پښتونخوا ۱۱ پولیس او ۱۲۰ افغان اتباع نیول شوي دي.

نقوی پرون په یوه خبري غونډه کې همداراز وویل، د عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۵۶۴ کسان نیول شوي چې په هغو کې د خیبرپښتونخوا ۱۱ پولیس شامل دي چې ادعا کېږي په اعتراضونو کې ښکېل وو.

د ده په وینا، د لاریونوالو له لوري د ډزو له امله د پنجاب ۷۵ پولیس او د اسلام‌آباد ۳۱ پولیس ټپیان شوي چې د یوه حال نازک دی.

نقوي زیاته کړه، که څه هم په ځینو سیمو کې خلک ټپیان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي.