پاکستان کې د وسله‌والو مخالفانو بریدونه؛ لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي

ارشیف: د کورمې یوه څنډه کې پاکستاني ځواکونه

پاکستاني چارواکو پرون شنبې وویل چې د وسله‌والو مخالفانو په بریدونو کې د دوی لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد امنیتي چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کې د وسله‌والو په یوه برید کې ۷ پوځیان وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیست.

تر دې یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ ناوخته په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوه کاروان په برید کې لږترلږه ۶ پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې پېښه تایید کړه او برید یې د ټي‌ټي‌پي کار وباله.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په قول ویل شوي چې په څو نورو بریدونو کې لږترلږه ۲۲ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې ویلي چې د پاکستان د پوځ پر کاروان یې د سړک د غاړې بمي برید کړی او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

خو چارواکي وايي چې په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي دي.