د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون ویلي، چې بله اوونۍ به په جرمني کې د اوکراین لپاره پوځي ملاتړ پر موضوع د بحث لپاره په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي.
په دې غونډه کې چې فرانکفورټ ته نږدې د امریکا په یوه هوايي اډه کې کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په ګډون د اوکراین څه باندې ۵۰ متحدان برخه اخلي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د اکټوبر پر ۱۲مه د جرمني د رامشټاین په ۲۵مه غونډه کې چې د لومړي ځل لپاره د رهبرانو په سطحه دایرېږي، برخې اخیستو ته په چمتووالي بوخت دی.
زیلینسکي ویلي، په دې غونډه کې به د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د څرګندو او کوټلو اقداماتو طرحه وړاندې کړي او په وینا یې د شریکانو د هوډ له کبله ښايي د روسیې مخه ونیول شي او اوکراین پیاوړی شي.