متقي: افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې

ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال

که څه هم نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو خبر ورکړی، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راکم شوی دی.

متقي د جمعې په ورځ په روسیه کې د مسکو فارمټ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دوی حکومت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راکم کړی دی.

دا په‌داسې حال کېده، چې د السیس په نوم بنسټ په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د سټلایټ په مرسته د اخیستل شویو تصاویرو په استناد ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر ۷زره او ۳۸۲ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

تر دې مخکې د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګروملتونو ادارې ویلي وو، چې سږکال په افغانستان کې د تېر کال پر تله د کوکنارو کښت زیات شوی دی.