چين له لبنان څخه د خپلو څه باندې ۲۰۰ وګړو د خوندي ايستل کېدو خبر ورکړی

د چين بيرغ

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه ویلي، له لبنان څخه څه باندې ۲۰۰ چینایي وګړي په خوندي توګه ایستل شوي دي.

دغه وزارت په‌دې باب د رویټرز خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې په یوه بیان کې وویل: "دغه خلک چې په دوو ډلو کې ایستل شوي، په‌کې درې د هانګ کانګ اوسېدونکي او یو د تایوان هېوادوال شامل دي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "په لبنان کې د چین سفارت ثابت پاتې دی او له چینایي وګړو سره په امنیتي تدابیرو کې مرستې ته دوام ورکوي."

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې تېره سه‌شنبه د ایران له‌خوا پر اسرايیل د توغندیو له برید او په لبنان کې د اسرايیل له حملو وروسته په منځني ختیځ کې شخړې زیاتې شوې دي.

تېره چهارشنبه هم د چین رسمي خبري اژانس سینهوا راپور ورکړی و، چې د حکومت له‌خوا له ۲۰۰ څخه ډېر چینایي اتباع په خوندي ډول له لبنان څخه ایستل شوي دي.

بلخوا د ټایوان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اټکل کېږي، په لبنان کې د ټایوان درې وګړي بېرته دغه ټاپو ته ستانه شي او دوو نورو یې د کورنیو دلایلو له امله په لبنان کې پاتې کېدل غوره کړي دي.