حماس په لبنان کې د خپل يو قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی

پر لبنان د اسراييل بريد

د فلسطینيانو افراطي ډلې حماس، چې د امریکا متحده‌ایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګره ډله ګڼل شوې، ویلي نن د لبنان په شمال کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اسرايیل په برید کې د دوی یو قوماندان وژل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په غزې تړانګه کې د جګړې له پیله دا سیمه په نښه کېږي.

حماس ویلي، د دوی "قوماندان" سعید عطاالله علي، د هغه مېرمن او دوې لوڼې د طرابلس شمالي ښار ته څېرمه په بدوي کمپ کې د هغه پر کور د حماس په ټکو د «صهیونیستانو» په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

له کله چې تېر کال په غزه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرايیل په وار- وار په لبنان کې د حماس چارواکي په نښه کړي دي.

حماس ډلې له هغه وخت راهیسې په لبنان کې د خپلو لږ تر لږه ۱۸ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.