شمالي وزيرستان کې د يوې نښتې پر مهال يو لوړ رتبه افسر او پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

ارشيف

د پاکستان د خیرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې له افراطي وسله‌والو سره په وسله‌واله شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن شنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د پوځ د اعلامیې له‌مخې ډګرمن محمد علي شوکت چې له افراطي وسله‌والو په جګړه کې یې د پوځیانو مشري کوله تېره شپه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې له پنځو نورو سرتېرو سره وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ وايي، په جګړه کې ۶ افراطي وسله‌وال هم وژل شوي او تر پېښې وروسته هلته د پلټنې عملیات پیل شوي دي.

که څه هم د پوځ په اعلامیه کې د ژوبلو سرتېرو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د شمالي وزیرستان انتظامیې او استخباراتي سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې، په‌دې پېښه کې ۲۴ سرتېري ژوبل شوي هم دي.