ايلن ماسک نن شنبه د ډونالډ ټرمپ په يوه انتخابي غونډه کې ګډون کوي

د سپیس X او تیسلا اجرایوي ريیس ایلن ماسک

د سپیس X او تیسلا اجرایوي ريیس ایلن ماسک به نن شنبې د پنسلوانیا په بټلر ښار کې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په هغه ځای کې جوړیږي چې ټرمپ د روان کال په جولای میاشت کې له یوه وژونکي برید څخه روغ ووت.

ماسک پرون جمعه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "زه به د ملاتړ لپاره هلته یم."

د ټرمپ کمپاین تایید کړه چې، ښاغلی ماسک به د ځانګړو مېلمنو په منځ کې وي.

دا به د ټرمپ د وژلو لپاره له ناکامې هڅې وروسته چې ماسک سمدستي ورڅخه خپل ملاتړاعلان کړ، لومړی ځل وي چې نوموړی په ښکاره په عام محضرکې د ټرمپ د ملاتړ لپاره د کمپاین په یوه غونډه کې را څرګندیږي.

ماسک په وروستیو میاشتو کې د ټرمپ لپاره خپل ملاتړ ډېر کړی او په شخصي توګه یې په سیاست کې ډېره پانګونه کړې.

هغه د جمهوریپالو د کاندید په ملاتړ د سیاسي عمل په نوم یوه عالي کمېټه جوړه کړې، چې د رایو د ترلاسه کولو پر هڅو ډېرې پیسې لګوي.

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین دا غونډه دقیقاً په هغه ځای کې جوړیږي چې یوه ټوپکوال په ډزو د ټرمپ ښی غوږ ټپي کړ، د هغه یو ملاتړی یې وواژه او څو نور یې ټپيان کړل.