جوبايډن: اسراييل دې د ايران د تېلو پر تاسيساتو له بريد ډډه وکړي

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي، تر اوسه په‌دې اړه پرېکړه نه‌ده شوې چې اسراییل ایران ته څه ډول ځواب ورکړي، خو هغه سپارښتنه کوي چې اسراییل دې د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید نه‌کوي.

بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډو په تالار کې چې هغه ډېر نه راڅرګندیږي، خبریالانو ته یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې ویلي یې وو، پر دغسې بریدونو خبرې روانې دي.

بایډن وویل، که دی د اسراییل پر ځای وای نو به یې د ایران د تېلو له تاسیساتو پرته په نورو بدیلو هدفونو فکر کړای وای.

بایډن زیاته کړه چې اسراییل پر دې هېواد د ایران د تېرې سه‌شنبې د ورځې د توغندوییز پراخ برید په وړاندې د غچ اخیستونکي اقدام په اړه کومې نتیجې ته نه‌دی رسېدلی، چې د دې هېواد په وړاندې څه ډول او څرنګه اقدام ترسره کړي.

بایډن همدارنګه وویل، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو باید د هر راتلونکي اقدام په اړه په پرېکړه کې د امریکا ملاتړ په پام کې ونیسي او زیاته یې کړه، ده هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د یوې بشپړې جګړې د مخینوي لپاره نړیوال ملاتړ راجلب کړي.

د امریکا د ولسمشر تر دې څرګندونو مخکې پرون د ایران لوی مشر ایات‌‌الله علي خامنه‌یي په تهران کې د جمعې په خطبه کې پر اسراییل د ایران برید قانوني او مشروع وباله او ویې ویل چې که اړتیا وي تهران به بیا هم دغه کار ترسره کړي.