سرګی لاوروف له اميرخان متقي سره پر اقتصادي پياوړتيا خبرې کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په مسکو کې په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د سکتور په شمول د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، لاوروف او متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي ناستې په څنډه کې سره ولیدل.

دواړو خواو د افغانستان د ستونزو پر حل‌لارې او د مسکو او کابل ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي چې، دواړو خواوو له بهره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د نه منلو وبلله.