د ايران د بهرنيو چارو وزير له حزب‌الله د ملاتړ د دوام ژمنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون په بیروت کې وویل، په لبنان کې د ده حضور ښیي چې هېواد به یې د حزب‌الله تر شا ولاړ وي.

عراقچي خبریالانو ته وویل چې، د ایران اسلامي جمهوریت په اسراییل باندې د بریدونو د دوام اراده نه‌لري، خو د اسراییل د نورو اقداماتو په صورت کې به حتماً "سخت" ځواب ورکړي.

له بلې خوا د اسراییل د پوځ یوه ویاند پرون (جمعه) وویل، د پوځ د اټکل له‌مخې، د دې اوونۍ په لومړیو کې په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزب‌الله د وسله‌والې ډلې شاوخوا ۲۵۰ غړي وژل شوي دي، چې په‌کې یوشمېر جنګیالي او د کنډکونو قوماندانان شامل دي.

د اسراییل پوځ دا هم ویلي چې، د اسراییل په شمال کې په یوه جګړه کې دوه اسراییلي عسکر وژل شوي، خو پوځ نور جزیات ورنه‌کړل.