د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان بايد د سوله‌ييزو اعتراضونو حق ته درناوی ولري

خيبر پښتونخوا کې د خلکو سوله‌ييز اعتراض يو انځور

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې، مخابراتي شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې کړي او د سوله‌‌‌‌ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي.

دغه سازمان ټینګار وکړ چې، د پاکستان حکومت باید د سوله‌ییزو لاریونونو پر وړاندې له غیرقانوني ځواکونو او میتودونو کار وانه‌خلي.

په اسلام‌اباد کې د پاکستان تحریک انصاف "پي‌ټي‌آی" د پلویانو د اعتراضونو د مخنیوي په غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان پرون (جمعه) پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د محدودیتونو لګول، په غیر قانوني ډول له زوره کار اخیستل او د لاریون کوونکو نیول او ځپل د اندېښنې وړ دي.

له بلې خوا د پېښور لوړې محکمې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ته ویلي چې، پولیسو ولې د خیبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو پر ضد له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شکایت کړی چې حکومت د دوی د هغې جرګې لپاره، چې د اکتوبر په یوولسمه یې رابللې، خېمې سوځولي او پر خلکو یې اوښکي بهونکي ګاز شیندلی او همداراز یې د انترنیټ او موبایل ټليفون شبکې يې بندې کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې، د مخابراتي شبکو په پرچاو کولو او د سړکونو په بندولو سره د اعتراضونو مخنیوی د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاس‌رسي د حقونو سرغړونه ده.