ډاکتران: باید معتادین د زهر ایستلو پړاو د روغتیايي کارکوونکو تر څارنې لاندې تېر کړي

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

کله چې معتادین له نشو څخه لاس واخلي، دوی خمار کېږي چې په نتیجه کې له سخت نس ناستي، بدن درد، تبې او کله کله د مېرګې په ډول له داسې حملو سره مخ کېږي، که د روغتیايي کارکوونکي ورسره نه وي، ښايي د مرګ له خطر سره مخ شي.

په معتادینو کې د زهر ایستلو نښې نښانې څه دي، په دې پړاو کې معتادین له څه ډول ستونزو سره مخ کېږي، د زهر ایستلو پړاو څومره دوام کوي او یو معتاد باید څه وکړي چې د زهر ایستلو پړاو په اسانۍ ورباندې تېر شي؟

په دې اړه د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر ارشاد منصور سره مرکه شوې او په پیل کې ترې پوښتل شوي چې په معتادینو کې د زهر ایستلو پړاو څه ته وايي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارشاد سره مرکه