د روسيې په ورونيژ سيمه کې د اوکراين د بريد له امله د تېلو په يو ډيپو کې اور لګېدلی

انځور - ارشيف

د روسیې په جنوب لوېدیځ ورونیژ سیمه کې نن سهار وختي د اوکراین د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې په سیمه کې د تېلو په یوه لوی ډیپو کې اورلګېدلی دی.

دا خبره د سیمې والي الکساندر ګوسیف نن پر ټلېګرام چینل کړې او ویلې یې دي، چې د انیسکي په سیمه کې چېرته چې د تېلو دغه ډیپو دی، د روسیې د هوایې مدافعې له‌‌خوا په ډزو کې د نسکورې شوې بې‌پیلوټه الوتکې ټوټې راغورځېدلې وې، چې په نتیجه کې د تېلو په یوه تش ټانکر کې اور ولګېد.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د سیمې د والي په خبره د اطفایې کارکونکي هڅه کوي چې لګېدلی اور مړ کړي.