د مسکو فارمټ غونډه کې نن د افغانستان پر وضعيت خبرې کېږي

له ارشيفه د مسکو فارمټ د غونډې يو انځور چې تېرو کلونو کې ترسره شوې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې خپل مسولیت پرځای کړي او له جګړې وروسته د افغانستان د رغونې چارې بېرته پیل کړي.

لاوروف دغه څرګندونې نن د مسکو فارمټ چې روسیه يې کوربنه ده، د غونډې ګډونوالو ته په پرانیستونکې وینا کې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له‌مخې لاورف همدارانګه پر افغانستان د لوېدیځ د بندیزونو د لیرې کېدو او د دې هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د لاوروف په خبره په افغانستان کې بشري اړتیاو ته په پام چې، د ملګروملتونو په خبره له ۲۳ ميلیونه زیات وګړي یې مرستو ته اړ دي، باید له‌دې هېواد سره د نړیوالو بشري مرستو اندازه زیاته شي.

هغه همدارنګه وویل، دغه پروسه باید سیاسي نه‌شي.

د مسکو فارمټ په‌دې شپږمه مشورتي غونډه کې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په‌دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د هڅو پر پیاوړتیا، د طالبانو د حکومت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې د تړلو دروازو تر شاه له بحثونو وروسته به یوه ګډه اعلامیه هم صادره شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هیله وښوده چې دغه غونډه به له سیمه‌ییز امنیت او اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کې رامنځته شوی، هدف یې د افغانستان په وړاندې له چلنجونو سره مبارزه او سیمه‌ییزې همکارۍ ته وده ورکول دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دا هېواد بیا د طالبانو لاس ته پرېوت، د سیمې قدرتونو د طالبانو له سرپرست حکومت سره فعالې ښکېلتیا ته مخه کړې ده.