خامنه‌يي: پر اسراييل د ايران بريد قانوني او مشروع و

د ایران لوی مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د ایران لوی مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي پر اسرايیل د ایران د توغندیو د برید دفاع وکړه او هغه یې مشروع وباله.

هغه نن په تهران کې د جمعې د لمانځه د یوې نادرې خطبې په ترڅ کې پر اسراییل د ایران د سه‌شنبې د ورځې توغندییز پراخ برید ته په اشاره وویل، د وسله‌والو ځواکونو عملیات یې په بشپړه توګه قانوني او مشروع و او زیاته يې کړه چې که اړتیا وه، په راتلونکې کې به بیا هم پر اسراییل برید وکړي.

خامنه‌یي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په لبنان کې د اسراییل له‌خوا د هوایي بریدونو او ځمکنیوعملیاتو په ترڅ کې، په منځني ختیځ کې د پراخې سیمه‌ییزې شخړې وېره په زیاتېدو ده.

دا به په نژدې پنځو کلونو کې لومړی ځل وي چې خامنه‌يي عامه خطبه ورکوي.

وروستی ځل نوموړي د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې د جمعې خطبه ورکړې وه او هغه هم په بغداد کې د متحده‌ایالاتو په برید کې د ایران د سپاه‌پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته وه.

متحده‌ایالاتو په عراق کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران له توغندویي برید وروسته سلیماني په برید کې په نښه کړی و.

ویل شوي چې د خامنه‌يي له خطبې وروسته به د حزب‌الله چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د پخواني مشرحسن نصرالله چې تېره اوونۍ د بیروت په جنوب کې د اسراییل په یوه هوایي برید کې ووژل شو، د ویر او دعا مراسم ترسره شي.

ایران روانه اوونۍ پر اسراییل د توغندیز برید په اړه وویل، دغه برید یې د حسن نصرالله د وژنې د غچ اخیستو لپاره وکړ.

د اسراییل صدراعظم دا د ایران لویه تېروتنه بللې او د پیاوړي غچ اخیستونکي برید ګواښ یې کړی دی.