د لبنان په بيروت کې پرون پرله‌پسې چاودنې وشوې

پر بيروت د اسراييل بريد

د لبنان رسمي خبري اژانس (این‌این‌اې) وویل چې، اسراییلي الوتکو تر لسو ډېرې حملې د بیروت په جنوبي سیمو کړې دي او دا حملې د جګړې له پیله تر اوسه تر ټولو سختې وې.

بل لور ته د امریکا متحده‌ایالتونو ویلي دي، له اسراییل سره په‌دې تړاو خبرې کوي چې ښایي له تهران څخه د غچ اخیستو په نیت د ایران د تېلو پر تاسیساتو بریدونه وکړي.

ایران د سه‌شنبې په ورځ د اسراییل پر لور تر یوسل او اتیا ډېر توغندي وویشتل.