زيلينسکي: له ووهلدار ښاره د اوکرايني ځواکونو وتل د خلکو د ژغورنې لپاره مهم و

د دونیڅک سیمې ووهلدار ښار

د اوکراین ولسمشر د دونیڅک سیمې له ووهلدار ښاره د اوکرایني ځواکونو تر وتلو وروسته وویل چې دا پرېکړه د انسانانو د ژغورنې لپاره ضروري وه.

ولودمیر زیلینسکي پرون په کییف کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، روسیي ځواکونه د ووهلدار په ښار او شاوخوا سیمو کې د اوکرایني ځواکونو سنګرونه ورانوي، خو تر هرې ودانۍ د انسانانو ژوند مهم دی چې له همدې امله اوکرایني پوځیان له دې سیمې په شا شوې دي.

د اوکراین پوځ د چهارشنبې په ورځ د روسي ځواکونو له پرله‌پسې بریدونو وروسته ووهلدار ښار پرېښود.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پيل شوی چې لاهم روان دی.