د اماراتو هوايي شرکت عراق، ايران او اردن ته خپلې الوتنې لغوه کړي

د اماراتو د هوايي شرکت يوه الوتکه

په دُبۍ کې دېره د اماراتو هوايي شرکت پرون پنج‌شنبه وویل، چې عراق، ایران او اردن ته یې د درېیو ورځو لپاره د "سیمه‌‌ییزې ناکرارۍ" له کبله خپلې الوتنې لغوه کړې.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې ایران تېره سه‌شنبه پر اسرايیل د میزاییلو برید وکړ او دې موضوع په سیمه کې د پراخې جګړې په باب اندېښنې ولاړې کړې.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له‌مخې د اماراتو هوايي شرکت ویلي، د عراق بصرې او بغداد، د ایران پلازمېنې تهران او د اردن پلازمېنې عمان ته یې د نن، سبا او بل سبا لپاره خپلې الوتنې لغوه کړې.

د منځني ختیځ دغه ستر هوايي شرکت د اکتوبر تر اتمې د دوبۍ او بیروت ترمنځ هم د الوتنو د لغوه کېدو اعلان کړی و، ځینو نورو هوايي شرکتونو هم سیمې ته خپل خدمات تعلیق کړي دي.

د سه‌شنبې په ورځ د جرمني لُفټانزا هوايي شرکت هم وویل، چې بیروت ته خپلې الوتنې د نومبر تر ۳۰مې او تل‌ابیب ته خپلې الوتنې د اکتوبر تر ۳۱مې ځنډوی، تهران ته هم د دغه شرکت الوتنې د اکتوبر تر ۱۴مې ځنډول شوي دي.