جي۷ هېوادونو پر اسراييل د ايران بريد غندلی؛ ايران دا غندنه مغرضانه بللې

پر اسراييل د ايران د بريد انځور

ایران، پر اسرايیل د خپلې حملې په اړه د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) ډلې غندنه "مغرضانه او غیرمسوولانه" وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي ویاند اسماعیل بقايي پرون پنج‌شنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

ایران تېره سه‌شنبه د هغه څه له کبله پر اسرايیل تر ۱۸۰ زیات میزاییل وتوغول چې د اسرايیل له خوا د افراطي ډلو حماس او حزب‌الله د مشرانو وژنه او په غزه کې او لبنان کې روانه جګړه بلل شوې ده.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو تروریستي سازمان ګڼي او امریکا حزب‌الله ډله هم د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې ده.

تېره اوونۍ (د سپټمبر پر ۲۷مه) د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرايیل په حمله کې د لبنان د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصر‌الله تر څنګ د ایران د سپاه پاسداران مرستیال قوماندان عباس نیلفروش هم ووژل شو.

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشرانو تېره چهارشنبه پر اسرايیل د ایران د میزاییلو حمله وغندله او په منځني ختیځ کې یې د روان بحران په باب سخته اندېښنه وښوده.

په G-7 ډله کې د امریکا متحده‌ایالتونه، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایټالیا، بریتانیا او جاپان شامل دي.