کرن ډيکر: امريکا د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون نه‌کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، متحده‌ایالات د مسکو فارمټ ته د سیمه‌ییز ډیالوګ په توګه ګوري او هیڅکله یې هم په غونډو کې ګډون نه‌دی کړی.

مېرمن ‌ډیکر دغه څرګندونې نن پنج‌شنبې له رسنیو سره په یوه انلاین غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده‌ایالات د مسکو د فارمټ په غونډه کې ګډون کوي، وکړې.

نوموړې وویل، سیمه‌ییز بېلابېل پلاټفورمونه شته او هر هغه څه چې افغانان سره یو کولای شي، ارزښت لري.

خو د مېرمن ډیکر په خبره لازمه نه‌ده چې متحده‌ایالات په ټولو دغو پلاټفورمونو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه سبا جمعه جوړه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې، په‌دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي، د تروریزم ضد او د مخدرو موادو پر هڅو تمرکز وشي.

د مېرمن زاخارووا په خبره په‌دې غونډه کې به د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.

که څه هم د دې غونډې هیڅ یوه برخه‌وال هېواد لکه د نورې نړۍ په څېر د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو اړیکي یې ورسره ټینګې کړې دي.