رومانيه اوکراين ته د پاټرويټ توغنديو د دفاعي سيستم د رسېدو خبر ورکړی

انځور - ارشيف

په‌داسې حال کې چې د ناټو نوی سرمنشي مارک روته Mark Rutte د دندې له پیلېدو دوه ورځې وروسته په یوه نااعلان شوی سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته تللی، اوکراین او رومانیا نن پنج‌شنبې اعلان وکړ، چې د پاټرویټ توغندیو دفاعي سیسټم چې د ناټوغړې رومانیا له اوکراین سره مرسته کړې، کییف ته رسېدلی.

ښاغلي روته نن د ورځې په وروستیو کې داسې مهال د اوکراین له ولسمشر ولودمیرزیلینسکي سره وکتل چې، نن سهار وختي پلازمېنه کییف او د اوکراین نور ښارونه د روسیې په توغندویزو او د بې‌پیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې په نښه شوي و.

په کییف کې دوه ځلې د بریدونو د خطر زنګونه ووهل شول.

زیلینسکي پر خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل، دی له ټولو هېوادونو چې د هېواد له هوایي مدافعې سره یې مرسته کوي، مننه کوي.

هغه په ځانګړې توګه له رومانیا مننه وکړه چې پاټرویټ سیسټم یې ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، دوی په ګډه کولای شي چې د روسیې په وړاندې چې هغه د دې هېواد ترور وباله اغېزمنې نتیجې ترلاسه کړي.

د ناټو سرمنشي مارک روته له زیلنسکي سره تر کتنې وروسته ژمنه وکړه چې، له اوکراین سره به چې د روسیې د بشپړ یرغل په وړاندې دفاع کوي، د لوېدیځ د ملاتړ د دوام لپاره هڅې وکړي.