په بیروت کې د اسراییل هوایي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي

په بیروت کې د اسراییلو هوايي برید له کبله ویجاړه شوې ودانۍ

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییل یوې هوایي حملې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي دي.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، دغه برید تېره شپه پر یوه هستوګنیزه ودانۍ شوی دی.

دغه برید داسې مهال شوی چې بېلابېلو هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

په بیروت کې دغه هوایي برید وروسته تر هغه شوی چې اسراییل وویل، اته سرتیري یې د لبنان په جنوب کې، چيرته چې دوی د حزب‌الله په ضد ځمکنۍ جګړه پيل کړې، وژل شوي دي.

امریکا د حزب‌الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ترهګرو په توګه پیژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

د حزب‌الله سیاسي ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د منځني ختیځ پر شخړو د بحث لپاره بېړنۍ غونډه جوړه کړې وه.