اسراییلو په سوریه کې د حزب‌الله د مخکېني مشر زوم وژلی

د حزب‌الله مخکېنی مشر حسن نصرالله چې په لبنان کې د اسراییلو له لوري ووژل شو.

د حزب‌الله د مخکېنی مشر حسن نصرالله زوم حسن جعفر قصیر په سوریه کې د اسراییل په یوه برید کې وژل شوی دی.

امریکا د حزب‌الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ترهګرو په توګه پېژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله سیاسي ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار یوې لندن مېشتې ډلې پر بنسټ راپور ورکړی چې قصیر د هغو درېیو کسانو په ډله کې و چې دمشق کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ د اسراییل په هوایي برید کې ووژل شول.

سرچینو دغه بنسټ ته ویلي چې دا برید پرون ناوخته د دمشق ښار په المزه سیمه کې شوی دی.

ویل شوي چې تر برید لاندې راغلې دغه ودانۍ د حزب‌الله ډلې اړوند وه.

اسراییلو په دې وروستیو کې د حزب‌الله پر وړاندې خپل بریدونه ډېر کړي او د لبنان په جنوبي برخه کې یې د هغوی پر اهدافو ځمکني عملیات هم پيل کړي دي.