طالبانو په کابل کې د تېرې میاشتې حملې په تور د داعش د نیول شویو غړو اعترافونه خپاره کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو اړوند المرصاد خبري شبکې داعش غړو ته د منسوبو هغو درېیو کسانو اعترافونه خپاره کړي چې کابل کې د تیرې میاشتې له خونړۍ حملې وروسته نیول شوي دي.

په هغې ځان وژونکې حمله کې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د سنبلې په ۱۲مه د پخوانۍ لویې څارنوالۍ یا د فرامینو او تعقیب اوسني ریاست مخې ته وشوه، ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه مهال داعش د برید مسوولیت ومانه.

په کومه ویډیو کې چې المرصاد پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر تیره شپه خپره کړې، داعش ته منسوب درې غړي اعتراف کوي چې د تېرې میاشتې په برید او یو شمېر نورو حملو کې یې لاس درلود.

معلومه نه ده چې له دغو کسانو څخه دغه اعترافات تر څه ډول شرایطو لاندې اخیستل شوي دي.

دغه کسان چې دوه یې افغانان او درېیم یې د تاجکستان تبعه دی وایي چې داعش دوی کلونه وړاندې جذب کړي او د روزنې لپاره یې د بلوچستان کوټې ښار ته لېږدولي وو.