لوړپوړو امریکايي ډیپلوماتانو له افغانستان او افغان مېرمنو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وایي چې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو د ترویج او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره به د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جان مارک پومرشیم او د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره په ګډه خپلو هڅې ته دوام ورکړي.

اغلې ډیکر دا خبره پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلې او په دې ټویټ کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د تېرو درېیو کلونو له هڅو مننه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ ماموریت پای ته ورسېد.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه فعالیت کوي.