د فلسطين روغتيايي چارواکي: پر غزه د اسراييلو تازه بريدونو کې ۳۲ تنه وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريدونه

د فلسطین روغتیايي چارواکو نن چهارشنبه د تلې په ۱۱مه نېټه وویل چې، د غزې پر جنوبي سیمو د اسرايیل په نویو بریدونو کې په یوه ورځ او شپه کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اسرايیلي ځواکونو پر خان یونس ښار خپل پراخ ځمکني بریدونه پیل کړل.

په خان یونس کې اروپايي روغتون خبر ورکړی، چې پر دغه ښار د اسرايیلو له هوايي او ځمکنیو بریدونو وروسته یې یوولس مړي موندلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په غزه کې د اسرايیلو او حماس تر منځ جګړه له یوه کال راهیسې روانه ده.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

پر غزې د اسرايیلو پراخ بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس جنګیالیو د اسرايیلو پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د حماس تر ادارې لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴۵ زره او ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه شمېر تر اوسه خپلواکو سرچینو نه‌دي تایید کړي.