د طالبانو حکومت پر لبنان د اسراييلو بريد ته غبرګون وښود

د طالبانو بيرغ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان باندې د اسرايیلو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او اخلاقي معیارونو خلاف عمل بللی دی.

دغه وزارت د سه‌شنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د اسرايیلو د تیري د مخنیوي لپاره جدي او ګډ اقدام وکړي.

په دغه اعلاميه کې په لبنان کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه څه نه‌دي ويل شوي، خو ويل شوي چې په فلسطين او لبنان کې چې څه روان دي، د توجيه وړ نه‌دي.

نصرالله تېره اوونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرايیلو په بریدونو کې ووژل شو.

امریکا د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دغې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

حزب‌الله د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی و.

هنيه د روان کال د اسد مياشتې په لسمه نېټه د ايران په يوه کلي کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شو، چې تهران او حماس يې پړه پر اسراييلو واچوله.

حماس د امریکا متحده‌ایالاتو او اروپايي اتحادیې له‌خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.