د فرانسې ولسمشر پر اسراييلو د ايران بريد غندلی او د اسراييلو پر خونديتوب يې ټينګار کړی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر اسراییلو د ایران برید په کلکه غندلی او د اسراییل پر خوندیتوب د ټینګار په ترڅ کې یې ویلي دي چې، فرانسې په منځني ختیځ کې خپلې ټولې پوځي سرچینې چمتو کړې دي.

د فرانسې د جمهوري ریاست د بیان له‌مخې ښاغلي مکرون ویلي دي، د لبنان حزب‌الله ډله باید د اسراییل او د هغه د وګړو پر وړاندې تروریستي اقدامات بند کړي.

د حزب‌الله سیاسي او پوځي ډلې ته چې د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي، امریکا د یوه تروریستي سازمان په سترګه ګوري، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې.

د فرانسې ولسمشر همداراز د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له‌مخې د لبنان د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د اعادې غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسراییلو د ایران پرونۍ حمله بې‌اغېزې بللې او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې د اسراییلو د اقداماتو پوره ملاتړ کوي.

د ښاغلي بایډن په وینا امریکايي ځواکونو د راکټي حملو پر وړاندې د اسراییلو د دفاعي عملیاتو ملاتړ وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر اسراییلو د دې هېواد له توغندی حملو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې، د تهران اقدامات پای ته رسېدلې دي.

ښاغلي عراقچي بېګا ناوخته پر ایکس شبکې په یوه بیان کې پر اسراییلو حمله د ایران مشروع حق وباله او ویې ویل، ایران یوازې د اسراییلو پوځي او امنیتي اډې په نښه کړې دي.